کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس ته د آراک د درنو اوبو د تاسیساتو د لیدو بلنه ورکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 قوس 1392 ساعت 19:16


د پریس ټي وي د راپور له مخې د آټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر یوکیا آمانو نن وویل ،ایران د دغه آژانس پلټونکو ته بلنه ورکړي ده،چې د دسامبر په اتمه د ایران د اراک د درنو اوبو د راکټور لیدونه وکړي . رویترز هم په دې اړه وویل، دغه لیدنه د جینیوا د موافقې پر اساس لومړنی ګام بلل کیږي. ویل کیږي چې ایراني پلاوې او د آژانس مشر آمانو په جینیوا کښې د دغه هیواد او ۵+۱ ډلي د شوي موافقې په چوکاټ کښې نن په ویانا کښې له یوه بل سره لیدلي دي . آمانو په دغه کتنه کښې د ایران او ۵+۱ ډلي د خبرو اترو په پایلو خبر کړاي شو او د ایران له استازو سره یې د جینیوا د موافقې په چوکاټ کښې د ایران د خپلي خوښي په اقداماتو د اجرا لپاره د آژانس په څارنې ټینګار کړی دی .


د مطلب کود: 79999

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79999/ایران-د-اټومي-انرژۍ-نړیوال-آژانس-ته-آراک-درنو-اوبو-تاسیساتو-لیدو-بلنه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com