کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قرغزستان غواړي افغانستان ته تعمیراتي او کرنیز محصولات راواستوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 قوس 1392 ساعت 11:41


د قرغزستان کمپنیانې چمتو دي چې؛ د سمنټو او ښیښو په ګډون، افغانستان ته تعمیراتي او ساختماني مواد او دغه راز زراعتي محصولات واستوي.
 دا خبره د قرغزستان صدراعظم "زنتورو سایبالدیف" په تاشکند کې د شانګهاي غونډې په څنګ کې د افغانستان د جمهور رییس دوهم مرستیال کریم خلیلي ته وکړه. 
د قرغزستان صدراعظم وویل، هیواد یې د افغانستان پرمختګ او د دوه اړخیزې همکارۍ پراختیا ته لیواله دی. 
ده زیاته کړه، قرغزستان په کابل کې خپل سفارت پرانیستی چې؛ ګډ پرمختګ او د سیمه ییزو پروژو عملي کول به یې د کارونو په لومړیتوبونو کې وي. 
د قرغزستان صدراعظم وویل، بیشکیک د برښنا د تولید ستر ظرفیت لري او د برښنا د ستر ولتاژ د انتقال په هغې پروژې کار کوي چې؛ مزي یې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته غځیږي او ګاونډیو هیوادو ته به برېښنا صادره کړي.


د مطلب کود: 80164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80164/قرغزستان-غواړي-افغانستان-ته-تعمیراتي-او-کرنیز-محصولات-راواستوي

آوا
  https://www.avapress.com