دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 80164
قرغزستان غواړي افغانستان ته تعمیراتي او کرنیز محصولات راواستوي
د قرغزستان کمپنیانې چمتو دي چې؛ د سمنټو او ښیښو په ګډون، افغانستان ته تعمیراتي او ساختماني مواد او دغه راز زراعتي محصولات واستوي.
 دا خبره د قرغزستان صدراعظم "زنتورو سایبالدیف" په تاشکند کې د شانګهاي غونډې په څنګ کې د افغانستان د جمهور رییس دوهم مرستیال کریم خلیلي ته وکړه. 
د قرغزستان صدراعظم وویل، هیواد یې د افغانستان پرمختګ او د دوه اړخیزې همکارۍ پراختیا ته لیواله دی. 
ده زیاته کړه، قرغزستان په کابل کې خپل سفارت پرانیستی چې؛ ګډ پرمختګ او د سیمه ییزو پروژو عملي کول به یې د کارونو په لومړیتوبونو کې وي. 
د قرغزستان صدراعظم وویل، بیشکیک د برښنا د تولید ستر ظرفیت لري او د برښنا د ستر ولتاژ د انتقال په هغې پروژې کار کوي چې؛ مزي یې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته غځیږي او ګاونډیو هیوادو ته به برېښنا صادره کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtq97.ak9z34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته