کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سکاټلنډ کې پر شراب خانه د هلیکوپټر د راغورځېدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر آتو ته ورسید .

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 قوس 1392 ساعت 18:21


پولیس وایي، درې تنه په هلیکوپټر کې او پنځه تنه په شراب خانه کې هغه مهال مړه شول چې؛ د جمعې په شپه ناوخته هلیکوپټر دیوې شراب خانې پر بام وغورځیده. 
په شراب خانه کې د پیښې پر مهال ژوندی کنسرت هم روان و. په دې پیښه کې ګڼ نور کسان سخت ټپیان شوي او دا مهال په روغتون کې بستري دي. 
د سکاټلند صدراعظم "الیکس سالمونډ" خبریالانو ته وویل؛ دا د سکاټلند لپاره یوه توره ورځ وه. 
د هوایي حوادثو ادارې د هلیکوپټر د غورځېدو د علتونو د څیړنې په مقصد سیمې ته هیات استولی دی. په سر کې په دې پيښه کې د ۳۲ تنو د ټپي کیدا خبر ورکول شوی ؤ .


د مطلب کود: 80216

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80216/په-سکاټلنډ-کې-پر-شراب-خانه-د-هلیکوپټر-راغورځېدو-له-امله-وژل-شویو-کسانو-شمیر-آتو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com