دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 80216
په سکاټلنډ کې پر شراب خانه د هلیکوپټر د راغورځېدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر آتو ته ورسید .
پولیس وایي، درې تنه په هلیکوپټر کې او پنځه تنه په شراب خانه کې هغه مهال مړه شول چې؛ د جمعې په شپه ناوخته هلیکوپټر دیوې شراب خانې پر بام وغورځیده. 
په شراب خانه کې د پیښې پر مهال ژوندی کنسرت هم روان و. په دې پیښه کې ګڼ نور کسان سخت ټپیان شوي او دا مهال په روغتون کې بستري دي. 
د سکاټلند صدراعظم "الیکس سالمونډ" خبریالانو ته وویل؛ دا د سکاټلند لپاره یوه توره ورځ وه. 
د هوایي حوادثو ادارې د هلیکوپټر د غورځېدو د علتونو د څیړنې په مقصد سیمې ته هیات استولی دی. په سر کې په دې پيښه کې د ۳۲ تنو د ټپي کیدا خبر ورکول شوی ؤ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepw8v.jh87zi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته