کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې یوې ځانوژونکې حمله یو پولیس وژلی او بل یې ټپي کړی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 قوس 1392 ساعت 15:35


په هلمند ولایت کې په یوې ځانوژونکې حمله کې یو پولیس ووژل شو او بل ټپي شو. 
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند احمد فواد عسکري ازادي راډیو ته وویل؛ دا حمله تېره شپه د مارجې په ولسوالۍ کې په یوې پوستې وشوه.

د یو بل خبر له مخې: د کونړ چارواکي وايي، په چپې درې ولسوالۍ کې د هاوان یوه مرمرۍ لګیدلې چې پنځه تنه یې ټپيان کړي دي.
د کونړ امنیه قومندان ازادي راډیو ته وویل؛ پېښه پرون شپه شوې او په ټپیانو کې درې پولیس هم شامل دي.
ښاغلي سیدخیل وویل، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو تن وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 80594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80594/په-هلمند-کې-یوې-ځانوژونکې-حمله-یو-پولیس-وژلی-او-بل-یې-ټپي-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com