کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس کرزی، نېلسن ماندېلا ته د درناوي په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته ستون شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 قوس 1392 ساعت 18:12


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزی، نېلسن ماندېلا ته د درناوي او یاد لمانځنې په مراسمو کې له ګډون وروسته نن سهار بېرته هېواد ته ستون شو.
د هېواد جهمور رئيس پرون فقید نېلسن ماندېلا ته د درناوي او یاد لمانځنې په مراسمو کې، چې د جوهانزبورګ ښار په لوی ستډیوم کې د ده په ګډون د څه د پاسه ۹۱ هېوادونو د حکومتونو د مشرانو او د جنوبي افریقا ګڼ شمېر خلکو برخه پکې اخیستې وه، ګډون وکړ.
د دغو مراسمو په څنډه کې د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د امریکا له جمهور رئيس بارک اوباما، د بریتانیا له صدراعظم دېوېدکامرون، د هند له جمهور رئيس پرناب موکرجي، د فرانسې له جمهور رئيس فرانسوا اولاند، د سريلانکا له جمهور رئيس مهيندا راجاپاسکا، د اروپايي اتحاديې له رئيس، دامریکا له پخواني جمهور رئيس جورج ډبليو بوش، د فرانسې له پخواني .
جمهور رئيس نیکولای سرکوزي، د بريتانیا له پخواني صدراعظم توني بلير، د هند د کانګرس ګوند له مشرې سونیا ګاندي، د امریکا د بهرنیو چارو له پخوانۍ وزیرې هيلري کلنټن، د افریقايي هېوادونو له یوشمېر چارواکو او د نړۍ د ځينو هېوادونو له مشرانو سره ليدنه وکړه.


د مطلب کود: 81078

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/81078/جمهور-رئيس-کرزی-نېلسن-ماندېلا-ته-د-درناوي-په-مراسمو-کې-له-ګډون-وروسته-بېرته-هېواد-ستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com