کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوشمېر کاندیدانو د راتلونکي انتخاباتو په اړه له سروې ګانو سره مخالفت ښودلی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 جدی 1392 ساعت 19:47


د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ځیني کاندیدان د یو شمېر رسنیو او ادارو له نظر پوښتنو او سروې ګانو سره مخالفت ښوولی.
د ولسمشرۍ د کاندید ګل اغا شیرزي مرستیال سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغه سروې ګانې د انتخاباتو د کمیسیون او د رسنیو د اصولو خلاف کار دی.
نوموړی وايي، دا سروې ګانې سمې نه دي او دوی یې په اړه د انتخاباتي شکایتونو او لوی څارنولی ته شکایتونه لیږلي دي.
د ډیموکراسۍ انټرنیشنل او ITR ادارو په وروستیو سروې ګانو کې ځینې کاندیدان له ځینو نورو مخکښ بلل شوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک مسوولین بیا وايي؛ دوی د هغو نظرپوښتنو ملاتړ کوي، چې معیاري او شفافې وي.


د مطلب کود: 82112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82112/یوشمېر-کاندیدانو-د-راتلونکي-انتخاباتو-په-اړه-له-سروې-ګانو-سره-مخالفت-ښودلی

آوا
  https://www.avapress.com