کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې هندوانو ته یوې کرسۍ په اړه د ولسمشر فرمان تصویب کړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 جدی 1392 ساعت 20:06


مشرانو جرګې نن د ولسمشر حامد کرزي هغه تقنیني فرمان تصویب کړ، چې له مخې به یې په ولسي جرګه کې د افغانستان هندوانو او سکانو ته یوه څوکۍ ورکول کیږي.
دا فرمان پخوا تر دې ولسي جرګې رد کړی و.
اوس به د مشرانو جرګې او ولسي جرګې یوه ګډه کمېټه په دې اړه پریکړه کوي.
په عین وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو نن له ملي شورا وغوښتل؛ چې په ولسي جرګې کې هندوانو او سکانو ته د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر فرمان تایید کړي.


د مطلب کود: 82114

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82114/مشرانو-جرګې-په-ولسي-جرګه-کې-هندوانو-ته-یوې-کرسۍ-اړه-د-ولسمشر-فرمان-تصویب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com