دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۶
د مطلب کود : 82114
مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې هندوانو ته یوې کرسۍ په اړه د ولسمشر فرمان تصویب کړ
مشرانو جرګې نن د ولسمشر حامد کرزي هغه تقنیني فرمان تصویب کړ، چې له مخې به یې په ولسي جرګه کې د افغانستان هندوانو او سکانو ته یوه څوکۍ ورکول کیږي.
دا فرمان پخوا تر دې ولسي جرګې رد کړی و.
اوس به د مشرانو جرګې او ولسي جرګې یوه ګډه کمېټه په دې اړه پریکړه کوي.
په عین وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو نن له ملي شورا وغوښتل؛ چې په ولسي جرګې کې هندوانو او سکانو ته د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر فرمان تایید کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdof0j.yt0xf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته