کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 جدی 1392 ساعت 20:45


د لغمان دولتي مسوولین وايي، چي د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پرضد د ګډو افغان ځواکونو پوځي عملیات له تېرو درو ورځو راهیسې دوام لري.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل؛ په دغو عملیاتو کې یو وسله وال طالب وژل شوی، درې ژوبل او درې نور نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې؛ په علینګار ولسوالۍ کې یې دوه ملګري وژل شوي او ادعا یې کړې، چې دوه امریکايي پوځیان یې هم وژلي دي.
ښاغلي ځواک نه د دې ادعا په اړه او نه هم په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه څه ویلي.


د مطلب کود: 82118

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82118/د-لغمان-ولایت-په-الینګار-ولسوالۍ-کې-وسله-والو-پرضد-پوځي-عملیات-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com