دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۴۵
د مطلب کود : 82118
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل شوي
د لغمان دولتي مسوولین وايي، چي د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پرضد د ګډو افغان ځواکونو پوځي عملیات له تېرو درو ورځو راهیسې دوام لري.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل؛ په دغو عملیاتو کې یو وسله وال طالب وژل شوی، درې ژوبل او درې نور نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې؛ په علینګار ولسوالۍ کې یې دوه ملګري وژل شوي او ادعا یې کړې، چې دوه امریکايي پوځیان یې هم وژلي دي.
ښاغلي ځواک نه د دې ادعا په اړه او نه هم په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه څه ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6zn6.23nizdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته