کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، پاکستان او ترکېې درې اړخیزه غونډه به په ترکیه کې جوړه شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جدی 1392 ساعت 10:43


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف پرون ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغو ټلیفوني خبروکې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو او د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزو ناستو او مذاکرو د دوام په باب بحث او خبرې اترې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس او د پاکستان صدراعظم موافقه وکړه چې نوموړې ناستې دې په نیږدې راتلونکې کې د ترکیې په پلازمېنه د انقرې په ښار کې جوړې شي
.


د مطلب کود: 83278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83278/د-افغانستان-پاکستان-او-ترکېې-درې-اړخیزه-غونډه-په-ترکیه-کې-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com