کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په هغه روغتون کې اور ولګیده چې جنرال پرویز مشرف په کې بستري دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1392 ساعت 21:18


نن سهار د پاکستان په هغه روغتون کې اور ولګیده چې پخوانی پوځي واکمن، جنرال پرویز مشرف په کې بستري دی.
په راولپنډۍ کې د زړه د ناروغیو د پوځي روغتون چارواکي وایي، اورستر نه و او سمدستې مړ شو.
دوي وایي، د اورلګیدنې علت نه دی څرګند شوی او په اړه یي څیړنه روانه ده.
مشرف تیره اوونۍ وروسته له هغې له اسلام اباد څخه دغه روغتون ته انتقال شو چې خاصې محکمې ته د تلو پر لار ورباندې د زړه حمله راغله. 
د نوموړي مدافع وکیلان هڅه کوي چې؛ بهرته یي د علاج لپاره واستوي.


د مطلب کود: 83648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83648/د-پاکستان-په-هغه-روغتون-کې-اور-ولګیده-چې-جنرال-پرویز-مشرف-بستري-دی

آوا
  https://www.avapress.com