دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۱۸
د مطلب کود : 83648
د پاکستان په هغه روغتون کې اور ولګیده چې جنرال پرویز مشرف په کې بستري دی
نن سهار د پاکستان په هغه روغتون کې اور ولګیده چې پخوانی پوځي واکمن، جنرال پرویز مشرف په کې بستري دی.
په راولپنډۍ کې د زړه د ناروغیو د پوځي روغتون چارواکي وایي، اورستر نه و او سمدستې مړ شو.
دوي وایي، د اورلګیدنې علت نه دی څرګند شوی او په اړه یي څیړنه روانه ده.
مشرف تیره اوونۍ وروسته له هغې له اسلام اباد څخه دغه روغتون ته انتقال شو چې خاصې محکمې ته د تلو پر لار ورباندې د زړه حمله راغله. 
د نوموړي مدافع وکیلان هڅه کوي چې؛ بهرته یي د علاج لپاره واستوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7397.ak9wt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته