کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزي له امنیتي چاوراکو سره د انتخاباتو د امنیت په اړه غونډه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1392 ساعت 11:26


ارګ وايي چې، ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت له چارواکو او د مرکز او ولایتونو د امنیې له قومندانانو سره کتلي دي او له هغوی سره یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره په چمتوالو خبرې کړي دي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي؛ چې په دې غونډه کې ولسمشر کرزي د انتخاباتو د امنیت لپاره د کورنیو چارو د وزارت د چمتوالو راپور هیله بښونکې وباله او ویې ویل، داسې ښکاري چې، راتلونکې انتخاباتو به د مخکینو انتخاباتو څخه بهتره وي؛ خو په دې شرط چې د نوموړي په وینا بهرنۍ لاسوهنې په کې ونه شي.
له ولسمشر حامد کرزي سره د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو او امنیې قومندانانو په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي وویل؛ چې په تیرو درې میاشتو کې د پولیسو مرګ ژوبله کمه شوې ده؛ خو پر دوی بریدونه کم شوې نه دي.


د مطلب کود: 83945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83945/ولسمشر-کرزي-له-امنیتي-چاوراکو-سره-د-انتخاباتو-امنیت-په-اړه-غونډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com