دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 83945
ولسمشر کرزي له امنیتي چاوراکو سره د انتخاباتو د امنیت په اړه غونډه وکړه
ارګ وايي چې، ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت له چارواکو او د مرکز او ولایتونو د امنیې له قومندانانو سره کتلي دي او له هغوی سره یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره په چمتوالو خبرې کړي دي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي؛ چې په دې غونډه کې ولسمشر کرزي د انتخاباتو د امنیت لپاره د کورنیو چارو د وزارت د چمتوالو راپور هیله بښونکې وباله او ویې ویل، داسې ښکاري چې، راتلونکې انتخاباتو به د مخکینو انتخاباتو څخه بهتره وي؛ خو په دې شرط چې د نوموړي په وینا بهرنۍ لاسوهنې په کې ونه شي.
له ولسمشر حامد کرزي سره د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو او امنیې قومندانانو په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي وویل؛ چې په تیرو درې میاشتو کې د پولیسو مرګ ژوبله کمه شوې ده؛ خو پر دوی بریدونه کم شوې نه دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgny97.ak9wt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته