کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عثماني وایي، افغان حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د ودې لپاره د مسلکي کدرونو روزنې ته اړتیا لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 دلو 1392 ساعت 20:10


د بهرنیو چارو وزیر وایي، افغان حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د ودې لپاره د مسلکي کدرونو روزنې ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني دغه څرګندونې نن په کابل کې د ډپلوماسۍ له انسټیټیوټ څخه د څه باندې سلو ډیپلوماټانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
دغو دیپلوماتانو د نهو میاشتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ په انسټیټیوټ کې روزنه لیدلې ده.
له فارغو شويو دیپلوماتانو څخه ۷۱ یې د بهرنیو چارو وزارت او ۳۸ یې د نورو حکومتي ادارو کارکونکي دي.


د مطلب کود: 84886

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84886/عثماني-وایي-افغان-حکومت-د-بهرنۍ-پالیسۍ-ودې-لپاره-مسلکي-کدرونو-روزنې-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com