کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ، د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د شروع کېدو استقبال وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1392 ساعت 21:53


د افغانستان د وزیرانو شورا د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د شروع کېدو استقبال وکړ او سوله یې د سیمې د خلکو د بنیادي حقوقو د ساتنې او د دوی د پرمختګ لپاره اساسي شرط وباله.
د وزیرانو شورا څرګنده کړه چې سوله او جګړه افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه په یو ډول متأثر کوي.
د افغانستان د وزیرانو شورا پر افغاني طالبانو هم غږ وکړ چې د خپل وطن او ټولې سیمې د آرامۍ، ښېرازۍ او د خلکو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره د اسلام د مقدس دین له ارشاداتو سره سم مذاکرات شروع کړي او د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي


د مطلب کود: 85212

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85212/د-افغانستان-پاکستان-طالبانو-تحریک-او-حکومت-تر-منځ-سولې-مذاکراتو-شروع-کېدو-استقبال-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com