دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۵۳
د مطلب کود : 85212
د افغانستان ، د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د شروع کېدو استقبال وکړ
د افغانستان د وزیرانو شورا د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د شروع کېدو استقبال وکړ او سوله یې د سیمې د خلکو د بنیادي حقوقو د ساتنې او د دوی د پرمختګ لپاره اساسي شرط وباله.
د وزیرانو شورا څرګنده کړه چې سوله او جګړه افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه په یو ډول متأثر کوي.
د افغانستان د وزیرانو شورا پر افغاني طالبانو هم غږ وکړ چې د خپل وطن او ټولې سیمې د آرامۍ، ښېرازۍ او د خلکو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره د اسلام د مقدس دین له ارشاداتو سره سم مذاکرات شروع کړي او د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf00dc.w6dtyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته