کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ بورډ د اسیايي جام لپاره د لوبغاړو ۱۵ کسیزه ډله اعلان کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 دلو 1392 ساعت 13:04


د افغانستان د کرکټ بورډ منتخب کمیسیون د کرکټ لوبغاړو یو پنځلس کسیزه ډله د آسیايي جام یا Asia Cup لپاره اعلان کړه.
ټاکل شوې چې دا یوه ورځنۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۲۵ مه د بنګله دېش په مرکز ډاکا کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دیش د منتخبو ټیمونو ترمنځ تر سره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د خبري رسنیو مسوول فرید هوتک د افغانستان د ټیم او سیالیو په اړه آزادي راډیو ته وویل؛ چې لوبغاړو دغې سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان ټیم د فبرورۍ په ۲۷ مه د پاکستان له ټیم، د مارچ په لومړۍ نیټه د بنګله دیش، د مارچ په دریمه د سریلانکا او د مارچ په پنځمه د هند له ټیم سره لوبې وکړي.


د مطلب کود: 85495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85495/افغان-کرکټ-بورډ-د-اسیايي-جام-لپاره-لوبغاړو-۱۵-کسیزه-ډله-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com