کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان د ملي پولیسو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 دلو 1392 ساعت 15:36


د هېواد ملي پولیسو له لورې د ننګرهار ولایت په بټی کوت ولسوالۍ کې د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې ، ۱۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عملیات چې تېره ورځ د یادو ځواکونو له لورې د بټی کوت ولسوالۍ اړوند یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي ول ۱۳ تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ملي پولیسو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو وسله والو طالبانو څخه ۷ میله کلاشینکوفونه ،۵ میله پیکا او یو دانه راکټ اچونکی هم د ملي پولیسو لاس ته ورغلي دي او ځایي ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .
د هېواد ملی پوليس د هرې ورځې په تېرېدو سره د پياوړتيا په حال کې دي او تل دا هڅه کوي چې د ورانکارو کړنو مخه ونيسي ترڅو هغه ترهګرو ته چې غواړي د هېواد سولې او ثبات ته خنډ وګرځي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .


د مطلب کود: 85611

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85611/په-ننګرهار-ولایت-کې-۱۳-تنه-وسله-وال-طالبان-د-ملي-پولیسو-ځانګړو-عملیاتو-پایله-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com