دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 85611
په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان د ملي پولیسو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول
د هېواد ملي پولیسو له لورې د ننګرهار ولایت په بټی کوت ولسوالۍ کې د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې ، ۱۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عملیات چې تېره ورځ د یادو ځواکونو له لورې د بټی کوت ولسوالۍ اړوند یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي ول ۱۳ تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ملي پولیسو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو وسله والو طالبانو څخه ۷ میله کلاشینکوفونه ،۵ میله پیکا او یو دانه راکټ اچونکی هم د ملي پولیسو لاس ته ورغلي دي او ځایي ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .
د هېواد ملی پوليس د هرې ورځې په تېرېدو سره د پياوړتيا په حال کې دي او تل دا هڅه کوي چې د ورانکارو کړنو مخه ونيسي ترڅو هغه ترهګرو ته چې غواړي د هېواد سولې او ثبات ته خنډ وګرځي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizqav.t1awz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته