کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعادت: د انتخاباتي شکایتونو ولایتي کمشنران باید د امینتي ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 دلو 1392 ساعت 19:09


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یو سلو دوو ولایتي کمشنرانو نن د لوړې مراسم پرځای کړل.
دوی ته په وینا کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالستار سعادت وویل چې؛ ولایتي کمشنران به د ناامنیو او ګواښونو له ستونزو سره مخ وي؛ خو باید چې په وړاندې یې مقاومت وکړي.
د دې کمیسون ویاند نادر محسیني نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې؛ دغو کمشنرانو ته به په کابل کې یو روزنیز سیمنار ونیول شي او اونۍ وروسته په خپلو ولایتونو کې په کار پیل وکړي.
هر ولایت ته درې کمشنران ټاکل شوي چې؛ د انتخاباتو په اړه شکایتونه به څیړي.


د مطلب کود: 85826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85826/سعادت-د-انتخاباتي-شکایتونو-ولایتي-کمشنران-باید-امینتي-ګواښونو-پر-وړاندې-مقاومت-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com