کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا په ځاځي اریوب کې یوې چاودنې ۳ تنه مړه او ۷نور ټپیان کړل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 دلو 1392 ساعت 19:19


د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې نن یوولس بجې چاودنه وشوه.
د ځاځي اریوب ولسوال ازاد خان ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې چاودنه کې درې ملکي کسان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
له بلې خوا، د هلمند د ملي امنیت ریاست وايي چې؛ په مرکز لښکرګاه کې یې په یو شمېر سیمو کې یې درې کسان نیولې چې غوښتل په انتخاباتي کمپاینونو انتحاري حملې وکړي.
د ملي امنیت ریاست نن خبریالانو ته وویل چې؛ له دغو کسانو څخه یو موټر چې انفجاري مواد په کې ځای شوي و؛ د انتحاري حملو څو واسکټونه او څلور موټرسایکلونه نیول شوي دي.
چارواکي وايي چې، له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات کیږي.
پخوا ترې د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې هم څلور کسان چې غوښتل یې انتخاباتي کمپاینونه ګډوډ کړي، نیولي وو.


د مطلب کود: 85833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85833/د-پکتیا-په-ځاځي-اریوب-کې-یوې-چاودنې-۳-تنه-مړه-او-۷نور-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com