کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایشیا کپ په سیالیو کې سبا افغان او د پاکستان کرکټ ټیمونه سیالي کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 حوت 1392 ساعت 19:53


د اسیایي هېوادونو د کرکټ یا ایشیا کپ سیالیو کې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا ته له پاکستان سره لوبه وکړي.
دغه سیالۍ پرون پیل شوې چې؛ په کې سریلانکا پاکستان ته ماتې ورکړه او نن هند له بنګله دیش سره سیالي کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک آزادي راډیو ته وویل؛ چې د سبا ورځې لوبو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی:
د آسیایي هېوادونو د کرکټ جام سیالیو کې پنځه هېوادونه افغانستان؛ پاکستان، هند، سریلانکا او بنګله دیش برخه لري.
افغانستان به دغه راز په یادو سیالیو کې له بنګله دیش؛ سریلانکا او هند سره په ترتیب لوبې وکړي.


د مطلب کود: 86574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86574/د-ایشیا-کپ-په-سیالیو-کې-سبا-افغان-او-پاکستان-کرکټ-ټیمونه-سیالي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com