کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفین(طالبان) د ملی امنیتی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حوت 1392 ساعت 15:14


په هرات ولایت کې ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفین(طالبان) د ملی امنیتی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول.
د ملي پولیسو ، ملی پوځ او ملی امنیت ځواکونو ګډو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې چې د هرات ولایت د اوبی ولسوالۍ په اړوند سیمې کې ترسره کړل، ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفین(طالبان) ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی .
دغه عملیات چې تېره ورځ د یادو ځواکونو له لورې د اوبی ولسوالۍ اړوند سیمې د دولت وسله والو مخالفینو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي وو او ملي امنیتی ځواکونو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو وسله وال طالبان څخه یو اندازه مهمات او ۵ عرادې موټر سایکلونه هم د ملي امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلې دي او ځایي ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .


د مطلب کود: 86809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86809/په-هرات-ولایت-کې-۵-تنه-د-دولت-وسله-وال-مخالفین-طالبان-ملی-امنیتی-ځواکونو-ځانګړو-عملیاتو-پایله-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com