کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټیفا د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون نیوکه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 حوت 1392 ساعت 19:03


د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون انتقاد کوي او وایي، له یوې اونۍ راهیسې د ولایتي شوراګانو کمپاینونه پیل شوي؛ خو دغه کمیسیون لا تر اوسه د هغو څلور سوه کاندیدانو په اړه پریکړه نه ده کړې چې؛ په تعلیمي اسنادو کې یې ستونزې وې.
د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په همدې اړه اندیښنه وښوده او ویې ویل چې، ښایې د دغو کاندیدانو په اړه د پرېکړې ځنډول د فساد زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د تېرې چهارشنبه په ورځ ویلي وو چې؛ د دغو څلور سوه کاندیدانو د اسنادو په اړه یې ارزونې پیل کړي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې؛ که د دغو کاندیدانو په تعلیمي اسنادو کې نیمګړتیاوې ثابتې شي؛ نو دوی به د کاندیدانو له لسته باسي.


د مطلب کود: 87460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87460/ټیفا-د-انتخاباتي-شکایتونو-پر-کمیسیون-نیوکه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com