کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیانو کې د بودا د مجسمو د ورانېدو ۱۳مه کلیزه لمانځل کیږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 حوت 1392 ساعت 13:04


په بامیان کې د طالبانو له خوا د بودا د دوو سترو مجسمو د ورانولو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت نن په دغه ولایت کې یوه غونډه جوړیږي.
له بامیان څخه د آزادی راډيو خبریال وایې، په دې مراسمو کې له کابل او بامیان څخه د مدني ټولنو لسګونه فعالین برخه اخلي؛ څو د طالبانو دا اقدام و غندي.
په دې اړه به د عکسونو د نندارتون تر څنګ؛ د شعرونو او سیمه ییزې موسیقۍ غونډې هم جوړي شي.
د بودا دوې مجسمې په دوه زره او لومړي میلادي کال د مارچ په یوولسمه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ړنګې شوې.


د مطلب کود: 87599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87599/په-بامیانو-کې-د-بودا-مجسمو-ورانېدو-۱۳مه-کلیزه-لمانځل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com