کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ د شل اوریزو نړېوال جام لومړۍ سیالۍ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 24 حوت 1392 ساعت 15:35


سبا په بنګله دیش کې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې پیلیږې. لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه هېواد بنګله دیش ترمنځ په میرپور ښار کې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلیږي.
دوهمه لوبه د مازدیګر په شپږو بجو د هانګ کانګ او نیپال د لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر فرید هوتک آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.
د شل اورونو د نړېوال جام د لوبو د چمتووالي لپاره تېره اوونۍ افغان ټیم دوې لوبې وکړې؛ لومړۍ لوبه یې د مارچ په دولسمه له هالنډ څخه په پنځه دېرش منډو وګټله؛ خو دوهمه لوبه یې د مارچ په څوارلسمه د زیمباوې ټیم ته په اوو ویکټو بایللې وه.


د مطلب کود: 87788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87788/د-کرکټ-شل-اوریزو-نړېوال-جام-لومړۍ-سیالۍ-افغانستان-او-بنګله-دېش-ترمنځ-ده

آوا
  https://www.avapress.com