کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا: د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۴۳ طالب وسله وال وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 ثور 1393 ساعت 14:24


د پکتیکا چارواکي وایي، چې تیره شپه د دې ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د حکومت لسګونه وسله والو مخالفینو په امنیتي پوستو حمله وکړه، چې په ځوابي ډزو کې ۴۳ مخالفین ووژل شول.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې حمله کې بهرنیو وسله والو مخالفینو هم د افغان طالبانو ملګرتیا کوله.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې حمله کوونکو شمیر شااوخوا پنځه سوو ته رسیده، چې د ملي اردو په یوه پوځي اډه یې حمله کړې.
دفاع وزارت ویلي، چې په دې حمله کې د ملي اردو څلور عسکروژل شوي، پنځه ټپیان او یو وسله والو مخالفینو له ځان سره بولی.


د مطلب کود: 90519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90519/پکتیکا-د-افغان-ځواکونو-او-طالبانو-ترمنځ-نښته-کې-۴۳-طالب-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com