دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 90519
پکتیکا: د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۴۳ طالب وسله وال وژل شوي
د پکتیکا چارواکي وایي، چې تیره شپه د دې ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د حکومت لسګونه وسله والو مخالفینو په امنیتي پوستو حمله وکړه، چې په ځوابي ډزو کې ۴۳ مخالفین ووژل شول.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې حمله کې بهرنیو وسله والو مخالفینو هم د افغان طالبانو ملګرتیا کوله.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې حمله کوونکو شمیر شااوخوا پنځه سوو ته رسیده، چې د ملي اردو په یوه پوځي اډه یې حمله کړې.
دفاع وزارت ویلي، چې په دې حمله کې د ملي اردو څلور عسکروژل شوي، پنځه ټپیان او یو وسله والو مخالفینو له ځان سره بولی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb9sb9.rhbg8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته