کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښځو چارو وزارت په هرات کې د یوه کس له خوا د خپلې میرمنې وژنه وغندله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 ثور 1393 ساعت 14:13


د افغانستان د ښځو چارو وزارت د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کس له خوا د خپلې میرمنې وژنه وغندله.
د ښځو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې دا ښځه د بیل په وسیله د خپل میړه له خوا وژل شوې ده.
وزارت له اړوندو ارګانونو غوښتي، چې د پيښې عامل ونیسي او له قانون سره سمه سزا ورکړي.
د ښځو چارو وزارت وايي، چې په وروستیو څو میاشتو کې له ښځو سره د شدید تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.


د مطلب کود: 91143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91143/د-ښځو-چارو-وزارت-په-هرات-کې-یوه-کس-له-خوا-خپلې-میرمنې-وژنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com