کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جان کري، له ځینو افغان ښځینه خبریالانو سره په واشنګټن کې خبرې وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 24 ثور 1393 ساعت 14:26


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، له ځینو افغان ښځینه خبریالانو سره په واشنګټن کې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جان کري ژمنه وکړه، چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغان ښځو سره مرسته وکړي، ترڅو په ټولنه کې خپل نفوذ ثابت وساتي.
دا افغان خبریالانې په یوه پروګرام کې د ګډون لپاره امریکا ته تللي، چې هدف یې د ښځو د رول پراختیا او د ښځو په ټولنیزو فعالیتونو کې د رسنیو رول او اغیز دی.
ټاکل شوې دغه افغان خبریالانې، د افغان ـ امریکا د ښځو د شورا له غړو سره هم لیده کاته وکړي.


د مطلب کود: 91496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91496/جان-کري-له-ځینو-افغان-ښځینه-خبریالانو-سره-په-واشنګټن-کې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com