کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ناټو له استازي سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 ثور 1393 ساعت 14:10


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د آسیا او قفقاز لپاره د ناټو د عمومي منشي له خاص استازی جیمز اپاتوراي سره د افغانستان په شمول د سیمه ییزو مسالو په اړه خبرې وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل؛ په غونډه کې د ناټو او تاشکند ترمنځ د بیلا بیلو برخو د شراکت د پروګرام د عملي کولو د چوکاټ پراساس؛ په دوه اړخېزو اړیکو بحث وشو.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ اپاتورای په مرکزي آسیا کې په رسمي ډول د ناټو د دفتر پرانستلو په مقصد تاشکند ته سفر کړی دی.
اپاتورای د ازبکستان له لارې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
"فکر کوم، داسې کوم پلان نه شته چې له افغانستان څخه د ناټو عسکر د ازبکستان له لارې وباسو. موږ د مرکزي آسیا د پنځو هېوادونو له ډلې څخه له څلورو سره ټرانزیټ تړونونه لرو. دا په دې معنی چې سوداګریزې او شخصي کمپنۍ له ازبکستان سره قراردادونه کوي.
د مثال په ډول، د اورګاډو له چارواکو سره چې موادانتقال کړي. په دې موادو کې البسه او خوراکي مواد شامل دي، ګولۍ او ټوپکونه په کې نشته."
د ازبکستان او ناټو ترمنځ اړیکې د ۱۹۹۱ کال ډسمبر میاشت کې ټینګ شوي وو او ناټو د ۲۰۰۳م کال جون میاشت کې د خپلو مامورینو لپاره په ازبکستان کې دفتر پرانیستی و.


د مطلب کود: 91653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91653/د-ازبکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-ناټو-له-استازي-سره-افغانستان-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com