دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 91653
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د آسیا او قفقاز لپاره د ناټو د عمومي منشي له خاص استازی جیمز اپاتوراي سره د افغانستان په شمول د سیمه ییزو مسالو په اړه خبرې وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل؛ په غونډه کې د ناټو او تاشکند ترمنځ د بیلا بیلو برخو د شراکت د پروګرام د عملي کولو د چوکاټ پراساس؛ په دوه اړخېزو اړیکو بحث وشو.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ اپاتورای په مرکزي آسیا کې په رسمي ډول د ناټو د دفتر پرانستلو په مقصد تاشکند ته سفر کړی دی.
اپاتورای د ازبکستان له لارې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
"فکر کوم، داسې کوم پلان نه شته چې له افغانستان څخه د ناټو عسکر د ازبکستان له لارې وباسو. موږ د مرکزي آسیا د پنځو هېوادونو له ډلې څخه له څلورو سره ټرانزیټ تړونونه لرو. دا په دې معنی چې سوداګریزې او شخصي کمپنۍ له ازبکستان سره قراردادونه کوي.
د مثال په ډول، د اورګاډو له چارواکو سره چې موادانتقال کړي. په دې موادو کې البسه او خوراکي مواد شامل دي، ګولۍ او ټوپکونه په کې نشته."
د ازبکستان او ناټو ترمنځ اړیکې د ۱۹۹۱ کال ډسمبر میاشت کې ټینګ شوي وو او ناټو د ۲۰۰۳م کال جون میاشت کې د خپلو مامورینو لپاره په ازبکستان کې دفتر پرانیستی و.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbf0b9.rhb8sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته