کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داوودزی: د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات روان دي

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 1 جوزا 1393 ساعت 14:36


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات روان دي.
د کورنیو چارو وزیرمحمد عمر داوودزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات د تلفاتو د مخنیوي په هدف په احتیاط سره روان دي:
″د شمال د قول اردو د قومندان تر قوماندې لاندې هغوی اوس  پر خپلو پلانونو کار کوي چې یمګان بیرته له طالبانو ازاد کړي البته هغوی له اختیاطه کار اخلي چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي او په ډیرو لږو تلفاتو باید یمګان ونیول شي.″
وسله والو طالبانو وړمه ورځ د بدخشان ولایت د یمګان پر ولسوالۍ حمله وکړه ،د ولسوالۍ ودانۍ یې ونیوله او دواړو لورو ته تلفات هم واوښتل.
د افغانستان دفاع وزارت هم وایي، چې د ملي اردو ځواکونو د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولوپه عملیاتوکې ګډون لري


د مطلب کود: 92020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92020/داوودزی-د-بدخشان-یمګان-ولسوالۍ-بیرته-نیولو-لپاره-امنیتي-ځواکونو-پوځي-عملیات-روان-دي

آوا
  https://www.avapress.com