کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنفورډ: د افغانستان په اړه د بارک اوباما اعلان د افغانانو بې باوري پای ته رسوي

دصدابی افغان خبری اژانس (اوا) , 8 جوزا 1393 ساعت 14:30


په افغانستان کې د امريکا او ناټو عمومي قومندان وايي، په افغانستان کې د نژدې ۱۰ زره پوځيانو د پرېښودلو په باب د ولسمشر بارک اوباما اعلان به د امريکا د ژمنو په اړه د افغانانو بې باوري پای ته ورسوي.
جنرال جوزيف ډنفورډ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، دا پرېکړه به سبب شي چې ۹۸۰۰ سلاکاران په افغانستان کې پاتې شي څو د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او په وسلو سمبالولو کار بشپړ کړي.ده وويل:
«باور لرم چې دا اعلان د افغانانو لپاره يو ښه خبر دی، دلته په افغانستان، سيمه او په ايتلاف کې دننه د راتلونکې په باب غيريقيني حالت پای ته رسوي.»
ده همداراز وويل چې دا پرېکړه هغو کسانو ته چې ويل يې د سږ کال په پاي کې به افغانستان په ميدان پرېښودل شي، سم پيغام دي.


د مطلب کود: 92427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92427/ډنفورډ-د-افغانستان-په-اړه-بارک-اوباما-اعلان-افغانانو-بې-باوري-پای-ته-رسوي

آوا
  https://www.avapress.com