دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 92427

په افغانستان کې د امريکا او ناټو عمومي قومندان وايي، په افغانستان کې د نژدې ۱۰ زره پوځيانو د پرېښودلو په باب د ولسمشر بارک اوباما اعلان به د امريکا د ژمنو په اړه د افغانانو بې باوري پای ته ورسوي.
جنرال جوزيف ډنفورډ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، دا پرېکړه به سبب شي چې ۹۸۰۰ سلاکاران په افغانستان کې پاتې شي څو د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او په وسلو سمبالولو کار بشپړ کړي.ده وويل:
«باور لرم چې دا اعلان د افغانانو لپاره يو ښه خبر دی، دلته په افغانستان، سيمه او په ايتلاف کې دننه د راتلونکې په باب غيريقيني حالت پای ته رسوي.»
ده همداراز وويل چې دا پرېکړه هغو کسانو ته چې ويل يې د سږ کال په پاي کې به افغانستان په ميدان پرېښودل شي، سم پيغام دي.

سرچينه : دصدابی افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcbzab9.rhb55p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته