دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 87663
ډنفورډ:که نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي القاعده به بیا تنظیم شي
که چیرته د روان میلادي کال ترپایه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، افغان ځواکونه به ډير ژر کمزوري شي. دا خبره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په واشنګتن کې وکړه.
جنرال جوزیف ډانفورډ پرون د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې مخې ته د خبرو پرمهال له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د بشپړو وتلو اغیزو ته اشاره وکړه او ویي ویل:
″فکر کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې به افغان ځواکونه ډیر ژر کمزوري شي.
هغه څه چې په ۲۰۱۵ کال کې زموږ د ځواکونو له وتلو وروسته پیښیږي، داسې دي:
د پوځي واحدونو د اړتیا تیل به خلاص شي، د معاشونو سیستم به سم کار نه کوي، د وسایطو لپاره به اضافي پرزې نه وي، همدا راز به وینو چې د افغان ځواکونو شمېر به کمیږي او په عملیاتو پسې به هم سم نه شي رسیدلی″
جنرال ډانفورډ زیاته کړه، که چیرته ټول نړېوال ځواکونه د کال ترپایه له افغانستانه ووځي، نو د القاعده تروریستي ډله به بیا منسجمه شي او له سیمې به د لویدیځ پر ضد د بریدونو لپاره کار وا خلي:
"موږ له استخباراتي اطلاعاتو پوهیږو، چې هغوی غواړي خپلو فعالیتونو ته په افغانستان او پاکستان کې دوام ورکړي.
هغوی به زموږ وتلو ته د یوې بریا په سترګه وګوري.
فکرکوم چې زموږ د ټولو ځواکونو له وتلو سره به هغوی بیا یوازې په فزیکي بڼه سره منسجم نه شي، بشپړ وتل به القاعده ته د یوې ډلې په توګه روحیه ورکړي″
له جنرال ډانفورډ څخه د سنا یوه غړي پوښتنه وکړه، چې د روان کال ترپایه که چیرته نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي هلته به د ښځو وضعیت څرنګه شي؟
د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په ځواب کې وویل، چې د افغان ښځو وضعیت به خراب شي.
بل لور ته جنرال ډانفورډ دا خبره هم وکړه، که چیرته افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي نو هلته به له اتو زره تر دولس زرو بهرني عسکر پاتې شي، څو افغان ځواکونه وروزي او هغوی ته سلا مشورې ورکړي.
جنرال ډانفورډ بیا د امنیتي تړون د ځنډیدو په اړه څرګنده کړه، که چیرته دا تړون تر مني پورې لاسلیک نه شي، له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو پروګرام ډیر سخته شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchx-n6.23nq-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته