کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سنګ: ډېر ژر به په هرات کې د هند د قونسلګرۍ د ویزې څانګه بېرته پرانیستل شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 جوزا 1393 ساعت 14:33


د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وايي؛ په هرات کې به يې د قونسلګرۍ د ويزې ورکولو څانګه په لنډه موده کې بېرته پرانيستل شي.
مېرمن سوجيتا سنګهـ پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وويل؛ په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ وروستى بريد تروريستي حمله وه.
تېره اوونۍ وسله والو په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ بريد وکړ؛ خو د قونسلګرۍ کارکوونکو ته کوم زيان ونه رسېد. له دې بريد وروسته د قونسلګرۍ د ويزې ورکولو څانګه وتړل شوه.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې؛ ولسمشر حامد کرزي پرون د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ته ډاډ ورکړ چې؛ افغان ځواکونه به په افغانستان کې د هند د سفارت او قونسلګريو امن برابر کړي.


د مطلب کود: 92595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92595/سنګ-ډېر-ژر-په-هرات-کې-د-هند-قونسلګرۍ-ویزې-څانګه-بېرته-پرانیستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com