دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 92595
سنګ: ډېر ژر به په هرات کې د هند د قونسلګرۍ د ویزې څانګه بېرته پرانیستل شي
د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وايي؛ په هرات کې به يې د قونسلګرۍ د ويزې ورکولو څانګه په لنډه موده کې بېرته پرانيستل شي.
مېرمن سوجيتا سنګهـ پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وويل؛ په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ وروستى بريد تروريستي حمله وه.
تېره اوونۍ وسله والو په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ بريد وکړ؛ خو د قونسلګرۍ کارکوونکو ته کوم زيان ونه رسېد. له دې بريد وروسته د قونسلګرۍ د ويزې ورکولو څانګه وتړل شوه.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې؛ ولسمشر حامد کرزي پرون د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ته ډاډ ورکړ چې؛ افغان ځواکونه به په افغانستان کې د هند د سفارت او قونسلګريو امن برابر کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmmnw.23niwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته