دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۱۸
د مطلب کود : 137606
سنګین ولسوالۍ کې د مخالفینو پنځه پټن ځایونه ویجاړ شول
چارواکی ویلی، امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د وسلوالو مخالفینو پنځه پټن ځایونه ویجاړ کړي، چې په ترڅ کې ۱۸ طالب وسلوال وژل شوي او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مهی، د هلمند ولایت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، امنیتي ځواکونو سنګین ولسوالۍ کې د دولت وسلوالو مخالفینو لوی بریدونه مات کړل او پخپل کلک مقاومت یې جګړه مهار کړې ده.
سرچینوی زیاتیوی، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د وسلوالو پنځه پټن ځایونه لمنځه وړل شوي او په ترځ کې یې د طالب قومندان فرقاني د زوی په ګډون ۱۸ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۳ نور یې ټپیان شوي.
خبر پانه کی را غلی دی، سنګین ولسوالۍ ته تازه دمي او کمانډو ځواکونه ورغلي دي او د سیمې د بشپړې تصفیې لپاره یې چاڼیز عملیات دوام لري.
دهلمند ولایت مطبوعاتی دفتر زیاتیوی، په سنګین ولسوالۍ کې له تیرو څلورو ورځو راهیسې د جکړې او امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې تر سلو ډیرو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
https://avapress.com/vdciuyazqt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته