دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 137533
د سنګین ولسوالۍ جګړه مهار شوې او ۷۲ تنو مخالفینو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې
چارواکی ویلی، د هلمند سنګین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالب وسلوالو لوی برید له ماتې سره مخ کړ او په درې ورځنۍ جګړه کې یې د ۳ طالب قومندانانو په ګډون ۳۲ وسلوال مخالفین وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترنه خبرشوی خبرپانه کي راغلی، د دولت وسلوالو مخالفینو سنګین ولسوالۍ پر بیلا بیلو امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.
سرچینو زیاتیوی، امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د دښمن پټن ځایونه خپل هدف وګرځول، چې په تیرو دریو ورځو کې یې د دریو طالب قومندانانو ملا بشیر، ملا جاهد او ملا شیر آغا په ګډون ۳۲ طالبان وژلي دي.
خبرپانه کي راغلی، دغه را ز ۴۰ تنه نور وسلوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ترڅ کې د سنګین جګړه مهارشوې او امنیتي ځواکونه په بریالیتوب پر مخ روان دي.
د هلمند مطبوعاتی د فتر وایی، په همدې حال کې امنیتي ځواکونو لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړي او د مخالفینو ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې ویجاړ کړي دي.
سرچینوزیاتیوی، سنګین ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړه ور سرتیري هم د هیواد او خلکو ساتنې لاره کې شهیدان او ټپیان شوي، چې دښمن ته د اوښتو تلفاتو په پرتله یې شمیر ډیر کم دی.
https://avapress.com/vdchxqnzx23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته