دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 94200
سنګین کې د حکومت او طالبانو جګړه سخته شوې
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت په څلورو ولسوالیو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ درنه جګړه روانه ده، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا جګړه د تېرې جمعې پر شپه د طالبانو د برید په پیلېدو شروع شوه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، اوس سنګین ولسوالۍ ته نور افغان ځواکونه استول شوي.
د جګړې له سیمو تر دوو زرو ډېرې کورنۍ کوچېدلې دي.
د حاجي اختر محمد په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، سنګین ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې ټړل شوې، چې له کبله یې کلابند شوي وګړي له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړی وايي، هلته د خوراکي توکو کمی هم دی، چې د یوې بوجۍ اوړو بیه نژدې لسو زرو افغانیو ته رسېدلې ده.
دی وايي، که چېرې حکومت د ولسوالۍ د ساتلو توان نه لري، موږ ته دې وسلې راکړي، چې له خپل ځان نه دفاع وکړو.
رپوټونه وايي، سنګین کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي، خو حکومتي ځواکونه د سنګین له دوه لارې ورمخته کېدو ته زړه نه ښه کوي.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، پرمختګ ځکه نه شي کولی، چې هوايي ځواک نه لري او دغه لیرې ولایت ته په اسانۍ سره د ځواکونو رسېدل هم ستونزمنه چاره ده.
د سنګین په ګاونډ کې د نوزاد ولسوالۍ وګړي ګریشک ته کوچېدلي، چې هلته په هر کور کې نژدې لس – لس کورنۍ مېشتې شوې دي.
د نوزاد ځینو عیني شاهدانو ویلي، په پوستو کې یې مړي لیدلي، چې څوک یې د لېږدولو توان او زړه نه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxiqo.2bq0x8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته