کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استاد سیاف له عبدالله او ملي متحد ګوند له اشرف غني نه ملاتړ وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 جوزا 1393 ساعت 14:45


د جمهوري ریاست کاندید عبدالرب رسول سیاف له عبدالله عبدالله نه ملاتړ وکړ.
د ښاغلي سیاف د انتخاباتي ټيم غړي داود کلکاني ازادي راډيو ته وویل؛ چې د عبدالله عبدالله کاري پلانونه د ښاغلي سیاف د تایید وړ دي؛ نو ځکه یې ترې ملاتړ وکړ.
په ورته وخت کې د افغانستان ملي متحد ګوند بیا له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د جمهوري ریاست دوهم دور انتخاباتي مبارزې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر یوویشتمې به دوام وکړي.
ټاکل شوې، د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم دور انتخابات د جوزا په څلورویشتمه ترسره شي.


د مطلب کود: 92597

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92597/استاد-سیاف-له-عبدالله-او-ملي-متحد-ګوند-اشرف-غني-نه-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com