دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 92597
استاد سیاف له عبدالله او ملي متحد ګوند له اشرف غني نه ملاتړ وکړ
د جمهوري ریاست کاندید عبدالرب رسول سیاف له عبدالله عبدالله نه ملاتړ وکړ.
د ښاغلي سیاف د انتخاباتي ټيم غړي داود کلکاني ازادي راډيو ته وویل؛ چې د عبدالله عبدالله کاري پلانونه د ښاغلي سیاف د تایید وړ دي؛ نو ځکه یې ترې ملاتړ وکړ.
په ورته وخت کې د افغانستان ملي متحد ګوند بیا له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د جمهوري ریاست دوهم دور انتخاباتي مبارزې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر یوویشتمې به دوام وکړي.
ټاکل شوې، د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم دور انتخابات د جوزا په څلورویشتمه ترسره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjaieh.uqe8hz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته