کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"پاکستان غواړي په خپلو حملو سره د افغانستان راروان انتخابات ګډوډ کړي"

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 12 جوزا 1393 ساعت 13:33


افغان حکومت وايي چې، د هېواد پر ختیځو سیمو د پاکستان له خوا د توغندیو د ویشتلو هدف د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو په وړاندې خنډ جوړول دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه خبر ورکوي چې؛ دا حملې پرون د ملي امنیت شورا په غونډه کې په کلکه وغندل شوې او د پاکستان له خوا د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو د ګډوډولو په مقصد هڅې وبلل شوې.
د خبر له مخې افغان امنیتي چارواکو د پاکستان د توغندیو د بریدونو او د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي ځواکونو د حملو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته معلومات ورکړل.
د ملي امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د راکټي حملو په وړاندې د امریکا له خوا اقدام نه کول د کابل او واشنګټن ترمینځ د مخکینیو موافقو پرخلاف عمل وبلل شو.
د دولت د ریاست مرستیال ویاند فایق واحدي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ غونډې د بهرنیوچارو وزارت ته دنده وسپارله چې په دې اړه د افغانستان سخته اندېښنه د متحدوایالاتو لوري ته څرګنده کړي.


د مطلب کود: 92666

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92666/پاکستان-غواړي-په-خپلو-حملو-سره-د-افغانستان-راروان-انتخابات-ګډوډ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com