دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 92666
"پاکستان غواړي په خپلو حملو سره د افغانستان راروان انتخابات ګډوډ کړي"

افغان حکومت وايي چې، د هېواد پر ختیځو سیمو د پاکستان له خوا د توغندیو د ویشتلو هدف د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو په وړاندې خنډ جوړول دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه خبر ورکوي چې؛ دا حملې پرون د ملي امنیت شورا په غونډه کې په کلکه وغندل شوې او د پاکستان له خوا د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو د ګډوډولو په مقصد هڅې وبلل شوې.
د خبر له مخې افغان امنیتي چارواکو د پاکستان د توغندیو د بریدونو او د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي ځواکونو د حملو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته معلومات ورکړل.
د ملي امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د راکټي حملو په وړاندې د امریکا له خوا اقدام نه کول د کابل او واشنګټن ترمینځ د مخکینیو موافقو پرخلاف عمل وبلل شو.
د دولت د ریاست مرستیال ویاند فایق واحدي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ غونډې د بهرنیوچارو وزارت ته دنده وسپارله چې په دې اړه د افغانستان سخته اندېښنه د متحدوایالاتو لوري ته څرګنده کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg339y.ak9x34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته