کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د کاندید عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو په انتخاباتو کې د درغلیو په خاطر مظاهره وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سرطان 1393 ساعت 18:03


په کابل کې د څلورمې ورځې لپاره نن هم د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو په انتخاباتو کې د درغلیو په خاطر مظاهره وکړه.
دغو مظاهره کوونکو ویل چې؛ باید د انتخاباتي کمیسیونونو او حکومت له خوا د دوي رایو ته درناوی وشي.
په هرات کې هم د عبداله عبداله لسګونو پلویانود یوې مظاهرې په ترڅ کې د افغانستان انتخاباتي کمیسونونه په درغلیو تورن کړل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې پاکې او ناپاکې رايې سره بیلې کړي.
ددغو مظاهره کوونکو په وینا ترهغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې؛ غوښتنې يې نه وي منل شوي.


د مطلب کود: 94151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94151/په-کابل-کې-د-کاندید-عبدالله-لسګونو-پلویانو-انتخاباتو-درغلیو-خاطر-مظاهره-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com